د ویدیویی کلیپونو خپریدل دحزب پر غړو کوم غلط تاثئیر نه لري
رحمت اله روان رحمت اله روان

له کومی ورځی چی د دو ګوندونو (حزب متحد ملی اونهضت فراګیر دموکراسی وترقی فغانستان ) ترمینځ داتحاد او یووالی په نتجه کی دیوه واحد ګوند دجوړیدو اعلان وشو ورسره سم دستی دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن)ګوند داخلی او خارجی دښمنانو تر پښو لاندی سور اور بل شو دي او ډیر وارخطا معلومیږی او د هغه پخوانیو ډیرو زړو دکرکی،نفرت او تعصب نه ډکو تبلغاتو ځخه په استفاده یوځل بیاهم غواړی چی په افغانستان کی دحزب دغړو تر مینځ داتحاد اویووالی مخه ونیسی او غواړی دغه دیووالی اواتحاد پروسه دنا کامی سره مخامخ کړي دحزب دغړو ترمینځ وتیرشو اوهیرشو اختلافاتو ته یوځل بیا لمن وهی،چی دهغو له جملی ځخه یویی هم په ځینو انترنیتی سایتونو کی ډیرو زړو ویدیویی کلپونه خپریدل دی ،ټولو ته معلومه ده چی دا ویدیویی کلیپونه کومه تازه اونوی خبره نه ده دا دافغانستان دخلق دموکراتیګ ګوند دتاریخ یوه تحمیلی برخه ده چی دبیګا نګانو له لوری او دهغوی دفشار په وجه په هغه مشخصه مرحله کی ورباندی وتپله شوه او دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ) ګوند یی دبیلتون او جلا والی سره مخامخ کړي اودحزب مشران اوکادرونه یی په مختلفو نومونو دیوه اوبل په مقابل کی استعمال کړل دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دښمنانو غوښتل دحزب دهری ډلی ځخه دځان په نفع استفاده وکړي،یو تعداد دحزب غړی په همدغه ډیرو خطرناکو شرایطو کی په ډیره مرموزه توګه اوبی رحمانه شکل ددښمنانو ددسیسو اوتوطیو ښکار شول جسدونه به یی دورځو ورځو وروسته له مختلفو محلاتو تر لاسه کیدل شرایط دومره پیچلی اوبحرانی ول چی ځینو حزبی ملګرو نشوای کولای دخپلو ملګرو اودوستانو په جنازو کی دتکفین اوتدفین په مراسیموکی برخه واخلی،دحزب رهبری اومرکزیت ړنګ او له مینځه ولاړ دحزب یوتعداد غړی دقومی اومنطقوی مناسباتو په درلودلو دخاص مجبوریت په اساس دخپل ژوند دبقا په خاطر دمختلفو وسله والو ډلو او ګروپونو سره یو ځای شول، دحزب غړو پر یوه اوبل باندی اعتماد اوباور دلاسه ور کړی ،هر چا کوشش کاوه چی دخپل ځان لپاره دنجات اوخلاصون لاره پیدا کړي،حزبی مشران هریو دخپل ځان په غم کی شول حزبی صفوف بیله کومه دستوره اوهدایته اوکومی رهبری په سپین میدان دافراطی ډلو تر تاثیر لاندی راغلل بنآ ددغه ویدیویی فلمونو خپریدل دحزب پرغړو خصوصا پرځوان قشر باندی کوم غلط تاثیر نه شی اچولی اوددی فلمونوپه لیدو سره دحزب غړی نورهم پیاوړی کیږی او دیوه واحد ګوند دجوړیدو په خاطر سره یوځای کیږی

دحزب دمتلاشی کیدو وروسته دافغانستان دخلګ دموکراتیک (وطن ) ګوند درهبری غړی په درو جلا چلا ډلو کی سره وویشل شول یوی ډلی دچهاراسیا په لوری حرکت وکړی او حزب اسلامی په کمک یی ځانونه یی تر سپینی شګی اوپاکستانه پوری ورسول بله ډله دشمال دایتلاف په کمک تر حیرتانو اوبالاخره تر شوروی پوری په ډیره چټکی خپل ځانون ورسول،دریمه ډله یی تر ډیره حده هغه فوځی افسران ول او په کم تعدادکی ملکی قدرونه هم ورسره وه چی تر ډیره وخت په افغانستان کی پاته شول دحزب دغه ډله په کابل کی تر ډیره حد ه دحزب دغړو لپاره دمورال او په حزب کی بیرته دتنظیم کیدو زمینه برا بره کړه او په ډیرو سختو شرایطو کی یی دټولو حزبی غړو دحقوقو ځخه دافراطی وسله والو ډلو په مقابل کی دفاع کوله او حزبی ملګرو ته یی دامنیت او ځان ساتنی په هکله نیکی مشوری ورکولی او دحزبی ملګرو دحقوقو دتامین ولو په لاره کی یی خپل ځانونه هم قربانی کړل چی دهغوی دجملی ځخه یی ښه مثال خدای بخښلی جنت مکان تورن جنرال عبدالحق علومی دی زه دحزب وټولو غړوته وایم چی دخدای بخښلی علومی صاحب شهادت علت یوازی او یوازی دحزبی ملګرو دامنیت دتامین غو ښتنه وه چه په هغه وخت کی یی دکابل له ګارنیریون ځخه کوله اوبل هم دنظامی یونفورم موضوع و چی علومی صاحب غوښتنه کوله چی باید داردو ټول منسوبین په نظامی یونفورم باندی ملبس وی او غیری مسئول افراد په شخصی لباس کی باید دکابل په شهر او جادوکی له ګرزیدو ځخه ډه ډه وکړی افراطی ډلو دعلومی صاحب دغه غوښتنی نشوای زغملی تر ځوچی دترور پلان یی ور ته جوړ کړی په دی باب نور ډیر مطالب شته دی چی په لازم وخت کی به یی دملګرو وخدمت ته وړاندی کړم . صرف دومره وایم چی دهمدغونظامی ملګرو د شپی اوورځوتلاشونو په نتجه کی یو ځل بیا دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ) متلاشی شوی ګوند را ژوندی اوفعال شو اویو ځل بیا دافغانستان ددشمنانو دسترګو اغزی ګرځیدلی دي

دافغانستان دخلق دموکراتیک اوورپسی دطن ګوند د ټولو غړو د ۱۳۷۱د ثور دمیاشتی داتمی نیټی خخه وروسته پیښی اوجریانونه ښه په یاد دی او دهغو ورځو خاطرات دحزب د ټولو غړو په ذهنونو کی دهمیشه لپاره ژوندی دي هغوی دغه اوسنی ویدیویی کلیپونه باندی چی ددوی ددشمنانو له لوری دحزبی غړو ترمینځ دبی اتفا قی اونفرت په وچه خبریږی اوغواړی یوځل بیاهم دتیر په شانی دحزب غړی په خپلو کی په مختلفو نومونو وویشی باوراو اعتماد نه لری او نه ددښمنانو ودغو تبلغاتو ته د اعتبار په سترګو ګوری،دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند اکثریت قاطع غړی ویووالی او اتحاد ته ضرورت لری او په دغه لاره کی دحزب دټولو غړو وکار اوفعالیت ته سترګی په لاری دي،دافغانستان دخ،د،ګ غړی او س د تیرو تجربو ځخه په استفاده دخپل ځان او حزب په باب ټول دښمنان که هغه دحزب په داخل کی وی او یا هم دحزب ځخه بهردی په ډیره ښه وجه پیژندلی دی او په حزب کی دیووالی اوحدت په ضد ددښمنان دا وروستنی اقدام هم نه بولی دښمنان له هری ممکنی لاری په چل او فریب غواړی چی په افغانستان کی دیوه واحد دموکرات ګوند دجوریدو مخه ونیسی ددی دغه ناوړی هلی ځلی دحزب له تاسیس ځخه تر نن ورځی پوری ادامه لری داکومه نوی اوتازه خبره نه ده دادښمنی او بدبینی به تر هغه وخت ادامه لری تر ځوچه په افغانستان او منطقه کی دبنیادګرایی ټولی ریښی ختمی شوی نه وي او دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ) ګوند په داخل کی دهغوی تورمخی اجنتان افشاه شوی نه وی ځکه بنیاد ګرا ډلو او ګروپونو دافغانستان دخ،د،ګ په داخل کی ډیر قوی اجنتان لا دپخوا ځخه روزلی اودحزب په صفوفو کی ځای پرځای کړي دی،چی نن ورځ یی مونږ ګورو چی دحزب له داخله سر را پورته کوی او دښمنانو دزړه خبری دحزبی په ژبه اوخوله دحزب په داخل کی کوی او دښمنانو په قدمونوباندی سم خپل قدمونه ږدي چی ښه اوغوره مثالونه یی دننی ویدیویی فلمونه اویا کلیپونه خپریدل دی .

نوموړی ویدیویی کلیپونو لمړی ځل دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ) ګوند د پیژندل شوو بنیادی دښمنانو له لوری دهغوی په مربوطه انترنیتی سایتونو کی کیښودل شول او دوی ور ځی وروسته یی دحزب په داخل کی و خپلو معلوم حاله اجنتانو ته وظیفه ور کړه چی دغه ویدیویی فلمونو په عین شکل اوبڼه په خپلو هغو انترنیتی سایتونوکی چی په ظاهری شکل دچپو دموکراتو احزابو په نامه ولی په حقیقت کی وبنیاد ګرایی اوارتجاعی اهدافو ته خدمت او کارکول دی نشر کړی تر ځو دحزب دغړو تر مینځ ونفاق اوتبعیض ته لمن وهی او دحزبی غړو تر مینځ ورانژدی شوی فاصلی ته دلیری توب اودشمنی زمینه مساعده کړی،ددغو سایتونو دجملی ځخه یویادوه سایتونه دی چی دوی تازه په خپل کار شروع کړی ده نومونه یی په دی خاطر نه اخلم چی نه غواړم ددوی شهرت لوړشي ځکه دوی غواړی شهرت حاصل کړی دوی په دی غم کی نه دي چی دانیک شهرت وی اوکه بدنام، هغوی دخپل شهرت دلاسته راوړلو په منظور همیشه غواړی چه خپل ځانونه دجعل اوجعلکاری او دحزبی ،سیاسی اونظامی شخصیتونو دتخریب په وجه وشهرت ورسوی دوی په خپله کوم ابتکار اویا دلیکلو استعدادنه لری روزمره دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دمعلوم حاله دښمنانو له سایتونو ځخه مطالب او ویدیویی فلمونه اخلی او کټ مټ یی کاپی کوی او په خپلو دفریب اوشیطانی نه ډک سایتونو کی یی نشر کوی دوی په دغه عمل سره یوازی د حزب ددښمنانو په ګټه خپل صداقت او وفاداری ثابت وی اوبرعکس دحزب دغړو په مینځ کی دکرکی اونفرت سبب ګر ځی.

په ځینو دغه ددروغو اوفریبه ډک سایتونوکی دسایت مسئول شخص دحزبی سیاسی اونظامی شخصیتونو دتخریب په باب ددشمنانو په مستقیم دستور دحقیقت او واقیعت ځخه لیری ځینی مطلب خپروی بیرته په خپله په مستعار نامه سره دهغه مطلب په اخیر کی تائیدی نظر خپره وی او دپه دغه وسیله دحزبی شخصیتونو بی احترامی،توهین اوبی حرمتی کوی ددوی قضاوت همیشه یو طرفه دی،همیشه دیو ځوحزبی غړو دتوهین اوتحقیر سبب ګر ځی چی هغوی نن ورځ دافغانستان په سیاسی جوړ جاړی کی مهم رول لری.،دوی له دغه واقیعت ځخه سترګی پټوی چی په افغانستان کی د۱۳۷۱ ه ش کال دثور داتمی نیټی ځخه وروسته همدغه سیاسی او نظامی شخصیتونه ول چه دحزب واکثریت غړو ته یی ددښمنانودساتول اوچړي څحه نجات ور کړي او دغو ښاغلو ته کوم چی نن په حزب پسی بد اورد وایی دژوند زمینه په اروپا،امریکا،اودنړی په نورو سیموکی مساعده کړه او ددغوسیاسی او با تجربه نظامی شخصیتونو له برکته نن دوی دا توان پیدا کړی دی چه په اروپا او امریکا کی کمپیوتر ته کښینی او دخپلی مستی خیټی چی هر ځه بد اورد په خوله ور ځی په خپلو پرونیو دسنګر ملګرو په ضد ددشمنانو په نفع لیکی،دوی باید یوځل دخپل اوسنی ارام ژوند ځخه پرته چه په خارجی ملکونو کی یی لری دافغانستان په باب دهغو حزبی غړو په باب او دشهدانو دیتمانو په باب سوچ اوفکر وکړی چه دافغانستان په ډیرو نا امنه شریطو کی په ډیر بد حالاتو کی شپی اوور ځی سبا کوي،هغوی وسولی او امنیت او یوه واحد دموکرات ګوند ته ضرورت لری چه دغه هدف ته درسیدو په خاطر دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ) ګوند دټولو غړو واتحاد اویووالی ته ضرورت دی،دلته خپله یوه خاطره اودسترګو لیدلی حال غواړم بیان کړم هیله لرم چی چا باندی بد تاثیر ونه کړی،

دثوردمیاشتی لسمه نیټه ۱۳۷۱ ه ش کال دورڅی ۱۱بجی وی دخپله کوره چی دکابل په شهرنو سیمه کی و په پښو دخپل ماموریت دمحل په لور روان شوم چی وګورم چی ځه پیښ شوی دی دلاری پر سر دیوه پخوانی ریس او لوړ رتبه جنرال دوراره سره مخامخ شوم دروغبړ ځخه می وروسته ورځینی دجنرال صاحب په باب پښتنه وکړه هغه په جواب کی راته وویل چی جنرال صاحب خو دوی ورځی کیږی چی دجمیعت دیوه قومندان سره دحاجی ډنګر په نامه په خاد نظامی کی بندی دی اوزه په علومی صاحب پسی ګرځم چی که کمک وکړی جنرال صاحب را خلاص کړی اوعلومی صاحب نشم پیدا کولای که تاته دعلومی صاحب پته معلومیه وی زما سره کمک وکړی،وروسته زه او دجنرال صاحب وراره دعلومی صاحب داخښی کور ته چه په شهرنو کی و ورغلو اودهغه په کمک او همکاری مو دعلومی صاحب ادرس پیداکړی او دواړه علومی صاحب ته ور غلو دعلومی صاحب دشفقت اومهربانی نه ډک برخود ځخه وروسته په خپله راسره ولاړ دحاجی ډنګر سره دخبرو وروسته یی نوموړی جنرال صاحب دبنده را خلاص کړی ،دایوازی داجنرال صاحب نه و بلکی محترم علومی صاحب په لس هاو نورو دحزب وغړو ته دمرګه ځخه نجات ور کړی دی،پس له هغه چی نوموړی جنرال صاحب له زندان نجات پیداکړی ځوځله می په کابل کی ولیدی او هر ځل به د علومی صاحب اونورونظامی ملګرو په صفت نه مړیدی او ویل به یی چی ددوی له برکته مونږ دحزب غړی په کابل کی ارام ژوند لرو وروسته شریط خراب شول جنرال صاحب بیاهم دهمدغو ملګرو په کمک او همکاری دهیواد دشمال دلاری وروسیی او له هغه ځایه اروپا ته ځان ورساوه،کوم وخت چی اروپا ته ورسیدی لومړی ځل می دده یوه لیکنه په یو سایت کی په ۲۰۰۵ م کال کی ولوستله داهغی لیکنی په اخر کی یوه قطعه عکس چاپ شوی و چی په هغه کی علومی صاحب،عظیمی صاحب اونور داحمد شاه مسعود سره په هغه نقشه باندی لیدل کیږی کوم چی دکابل دښاریانو دامنیت په خاطر په یوه پلان باندی کارکوی او دعلومی صاحب اونورو په باب چی هر ځه بد په خوله ورغلی ول لیکلی ول،تر اوسه پوری دغه عکس په مختلفو سایتونوکی کښته پورته کیږی دا عکس رښتیا هم یو تاریخی او دکارنامو یادګاری عکس دی چی دکابل دشاریانو اوپه کابل کی دحزبی ملګرو،خارجی سفارتونو اودیپلوماتانو دامنیت په خا طر عملا دفعالیت په حال کی اخستل شوی دی او ددی عکس په لیدو سره دکابل دشهر هر اوسیدونکی سره دا خاطره ژوندی کیږی چی دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ) ګوند غړی په هر حالات اوشرایطوکی دخپلو خلګو دامنیت په سوچ او فکر کی و اوهم به په اینده کی وی ،همداراز کوم ویدو فلمونه چی دخلګو او هیواد دښمنان غواړی دهغو ځخه ناوړه استفاده وکړی په حقیقت دا ویدیویی فلمونه د مجاهدینو د ګروپونو ددخلیدو وروسته تهیه شوی دی دا هغه وخت دی چی په کابل کی دقدرت لویه خلا را مینځ ته شوی و دمجاهدینو هری ډلی غو شتل چی دکابل دښاریانو ژوند دخطر سره مخامخ کړی اوغوښتل یی په لومړی قدم کی دکابل ښار او وروسته ټول افغانستان په خپل مینځ کی تقسیم کړی،په هغه وخت کی بیاهم همدغه دافغانستان دخلق دموکراتیک(وطن) ګوند مربوط جنرالان ول چی دافراطی ډلو ددغه ناوړه پلان یی مخکی تر عملی کیدو خنثی کړی او دګران هیواد افغانستان له تجزیی او ویشلو ځخه یی ځخه یی جلو ګیر وکړه

په اخیر کی زما یوازنی غوښتنه دافغانستان دپخوانی خلق دموکراتیک (وطن ) ګوند دټولو غړو ځخه داده چی را ځی لږ ځه دخپل سالم عقل اوفکر ځخه کار واخلو دتیرو تجربو ځخه عبرت واخلو دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند په تیر ۴۵ کلن تاریخ کی دډیرو سختو مشکلاتو او کړاونو ځخه را تیر شوی دی ،نور هغه پخوانیی حزب په هم هغه پخوانی تګ لاره دافغانستان په خلګو کی د منلو وړ نه دی،هم هغه لاره باندی باید نور ولاړ نشو چی یو ځل مو ماتی اوشکست خوړلی دی،دخپلو شخصی ګټو پرځای باید دافغانستان دخلګو ملی ګټیو ته ارزش ور کړو،همدغه نوی هځی او تلا شونه چی په افغانستان کی دیوه واحد ګوند دچړیدو په خاطر شروع شوی دی او دعملی کیدو په حال کی دی تقویه کړو او دټولو تیرو ناخوالو ځخه چی دحزب په داخل کی داجنبیانو په واسطه رامینخ ته شوی وی یوه طرف ته پریږدو سالم انتقادونه اورغنده بیشنهادونه دواحد ګوند دښه پر مختګ به خاطر دنوموړی ګوند ورهبری شورا ته وړاندی کړو .پای


March 7th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات